IQNA

د افراطي هندوانو په لاس  د دوو مسلمانانو په سوځولو باندې سخت  غبرګونونه ښودل شوي

16:34 - February 19, 2023
د خبر لمبر: 3486918
ایکنا-(تهران)دهندوستان په هریانه صوبې کې د دوو مسلمانو ښاریزو د  مړو په پيدا کیدا سره په هندوستان کې د مسلمان لږکي په ضد په یرغلونو  د بې پروائۍ په دلیل پر هندي حکومت عمومی غوسه زیاته شوې ده .

ایکناخبری آژانس دالجزیره له قوله راپور راکړ، د هندوستان پولیسو پرون  په یوې اعلامیې کې وئيلي دی، یو کس ئې د هغو دوو مسلمانو ځوانانو د قتل په تورونو چې د یوې غوا دقاچاق  په پلمه  تښتولي وو ،ونیول شو.

ددغو دواړو سوځول شووکسانو مړي  د تیرې پنجشنبې د هندوستان په شمال هریانه صوبې کې له بې درکه کیدا یوه ورځ وروسته پیدا شول.

د هریانه صوبایی اعلی وزیر آشوک جیلو ،پخپل یوه ټولنیز پيغام کې دغه دواړه جنایتونه محکوم کړي او ډاډ ئې ورکړی چې د عاملانو په ضد به جدي اقدامات وکړي.

ددغو دواړو قربانیانو کورنیو  چې  د راجستان صوبې اوسیدونکي دي ،پولیس ته پخپل شکایت کې د هندو ملی پال تنظیم (باجرنګ دل)سره اړونده پنځو کسانو نامې ذکر کړي دي .

د پولیسو یوه افسر شیام سینګ  فرانس پریس خبري آژانس ته وئیلري دي ، مونږ تر دې دمه په دغه جنائي دوسیې کې یو کس نیولی دی  او په نورو کسانو پسې یوو. د راجستان پولیسو  اعلامیې تائيد کړې چې نیول شوی کس د ټیکسي ډرائيور دی  چې د غواګانو د ساتنې په ډلو کې  فعالیت کوي.

په هندوستان کې په ۲۰۱۴کال کې د لومړي وزیر په توګه د نریندرا مودي  واک ته د رسیدا له وخت راهسې په هندوستان کې  د وسلوالو ډلو ټپلو شمیر زیات شوی دی  چې په سترو لاور کې ګزمې کوي څو  په درستو سرحدي پولو کې د غواګانو او مالونو د ځاي په ځاي کولو مخه ونیسي.

https://iqna.ir/fa/news/4122956/%D8  

captcha